کرنې پوهنځي خپل درې تنه استادان د غوره څېړونکو په توګه وستايل!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبله/ وږي ۲۵ مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۲۳ مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیزو هڅو د پیاوړتیا او د زده کړې کیفیت د لوړوالي په موخه، د ياد پوهنځي درې تنه استادان د غوره څېړونکو په توګه د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل.
یاده غونډه د پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت سره په همغږۍ ترسره شوه، چې موخه یې د څېړنې دود ته وده ورکول، د علمي هڅو ستاینه او د غوره څېړونکو هڅونه وه.
ورته مهال د کرنې پوهنځي رئیس پوهنیار فواد ناصري د څېړنې پر ارزښت، د معیاري څېړنو پر اړتیا او د څېړنیزو مهارتونو پر پراختیا ټینګار وکړ او له محصلانو او ځوانو څېړونکو یې وغوښتل، چې د هېواد د کرنې په پرمختګ او د علمي ستونزو په هوارولو کې د څېړنې او نوښت له لارې فعاله ونډه واخلي.
د غونډې په لړ کې د غوره څېړونکو د لاسته راوړنو ستاینه وشوه او د ستاینلیک او ډاليو په ورکولو سره یې هڅونې ته درناوی وشو.
ياده غونډه د ګډونوالو له خوښۍ، تاوده هرکلي او د دعاوې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.