لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د خزاني سمستر د درسونو بهیر له نږدې وڅاره!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمري ۲۰مه او د ۱۴۴۷صفرالمظفر ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د ۱۴۰۴ کال خزاني سمستر د درسونو بهیر له نږدې وڅاره.
د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو د ۱۴۰۴ کال د خزاني سمستر درسونه له تېرو دوه اونیو راپدېخوا پیل شوي او تر څنګ یې د نویو زده کړیالانو نوملیکنه هم په منظم ډول روانه ده. د دغې موسسې رییس نن د کرنې پوهنځي له درسي بهیرڅخه د لیدنې او څارنې پر مهال ټولو زده کړیالانو ته پر ښه درس ویلو او غیرحاضري نه کولو ټینګار وکړ او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې له خپلو ټولو شته امکاناتوپه استفادې به د دغې موسسې تدریسي بهیر لاهم پیاوړی ساتي او زده کړیالانو ته به د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو او څېړنو امکانات هم برابروي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۷
Background image

لوګر پوهنتون کې د علمي آثارو د تدقيق ځانګړې کمېټه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت مقام د لارښوونې پر اساس د علمي آثارو د تدقیق ځانګړې کمېټه د دغه پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه تشريح او وړاندې کړل؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د اووم سمستر ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د پوهنتون د رهبري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د ازموينو عمومي کمېټې د پوهنځيو له فرعي کمېټو او ازموينو له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
 لوګر پوهنتون د ازموينو عمومي کمېټې د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په. . .

BACK TO NEWS