لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورمو ټولګیو زده کړیالان د ( ورکشاپ آشنایی با روش¬های تحقیق، مونوگراف نویسی و مقاله نویسی) تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ څخه برخمن شول!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۹:۰
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي ۳مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو د څلورم ټولګیو زده کړیالان د ( ورکشاپ آشنایی با روش¬های تحقیق، مونوگراف نویسی و مقاله نویسی) تر سرلیک لاندې له څلور ورځني روزنیز ورکشاپ څخه برخمن شول.
دغه څلور ورځنی ورکشاپ د هر پوهنځي زده کړیالانو ته په اړوندو پوهنځیو کې په منظم ډول وړاندې شو. په یاد ورکشاپ کې بېلابېل څېړنیز درسونه، لاروښوونې او معلومات  راغونډ او ترتیب شوي وو، چې د دغې موسسې د شپږ تنو استادانو؛ پوهندوی دکتور وحیدالله عبدالرحیم زی، پوهندوی محمد سردار احمدي، پوهنیار محمدشریف سلطاني، پوهنیارعباس آگاه، پوهنیار عبدالصبور فیضي او نوماند پوهنیار اسرارالله تسل لخوا له منظم مهالوېش سره سم وړاندې شول.
ورته مهال د دغې موسسې د څلورمو ټولګیو زده کړیالان هم یاد روزنیز ورکشاپ خورا اړین او ارزښتمن بولي او زیاتوي، چې دا ډول ورکشاپ له دوی سره د لېسانس دورې د څېړنیزو پایلیکونو په ترتیبولو کې د پام وړ مرسته او لارښوونه کولای شي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS