لوګر د لوړو زده کړو موسسې مالي او اداري مرستيال د ليليې له زده کړيالانو سره ناسته ترسره کړه!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۵۴
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ ثور/ غويي ۱لومړۍ او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې مالي او اداري مرستېال مولوي فضل الربي مصطفی د دغې موسسې د ليليې له زده کړيالانو سره د مشورتي ناستې ترڅنګ د ليليې له پخلنځای او د خوړو د وېش له بهیر څخه ليدنه او څارنه وکړه.
په دغه ناسته کې ښاغلي مصطفی د ليليې مېشتو زده کړيالانو د ليليې د اړوندو اصولو او لایحو په پام کې نیولو سره ټينګار وکړ او دوی ته یې په ځانګړي ډول د دغه چاپېريال د پاک ساتنې په برخه کې لازمې او کلکې سپارښتنې وکړې.
بايد وويل شي، چې په دغه ناسته کې د ليليې د زده کړيالانو د يو شمېر غوښتنو او ستونزو د اورېدلو تر څنګ یادو زده کړيالانو ته د ليليې نوی مدیر ښاغلی انجنير بشير احمد مبشر هم وروپېژندل شو.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS