لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال د ښوونې او روزنې او همدا راز کرنې پوهنځیو درسي بهیر له نږدې ولیده!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۲۵
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۵مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۲۳ مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت د دغې موسسې د ښوونې او روزنې او همدا راز کرنې پوهنځیو درسي بهیر له نږدې ولیده او زده کړیالانو ته یې د دوی د ۲۰% ازموینو د پایلو څخه د ښو تجربو اختستلو او راتلونکو ازموینو ته د ښه چمتوالي په اړوند لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. ورته مهال زده کړیالان هم د یادو ازموینو له پایلو خوښمن وو او ژمنه یې وښوده، چې خپل درسونه او مطالعې به روانې ساتي.
باید وویل شي، چې د ښاغلي شفقت لخوا د یادو پوهنځیو د اړوندو څانګو استادانو ته د زده کړیالانو پر عملي زده کړو او تجربو ترسره کولو هم ټینکار وشو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS