لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د مونوګراف لیکنې د نوي لارښود په اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۹:۷
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۱۴مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د دغې موسسې د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهندوی دکتور وحیدالله عبدالرحیم زي لخوا د مونوګراف لیکنې د نوي لارښود اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو.
د یاد سمینار ګډونوال د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت سربېره د څلورګونو پوهنځیو رییسان، د څانګو آمرین او استادان وو. په یاد سمینار کې د مونوګراف لیکنې د نوي لارښود په اړوند نوي، اړین او ارزښتمند معلومات او لازم معیارونه وړاندې شول.
یاده دې وي، چې د دغې موسسې زده کړیالانو ته دې ته ورته روزنیز سمینارونه وخت پر وخت ترتیب او وړاندې کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۹:۳۱
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د علمي څېړنو د پایلو شریکولو کنفرانس وړاندې شو!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۲۴مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۱۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې د شپږو تنو استادانو لخوا له اړوندو ادارو او متخصصانو سره د بېلابېلو علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۹:۲۸
Background image

د جنرال مبین خان لخوا یوه حلقه د پاکو اوبو څاه لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې تر کیندلو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۲۴مه.
د هیواد مخکښه څهره جنرال مبین خان لخوا د نوموړي په شخصي مالي لګښت لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پاکو اوبو يوه حلقه څاه تر کیندلو وروسته ګټې اخستنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۹:۲۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د یو باب لوی جومات او کتابتون د جوړېدو چارې پیل شوې!

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۲۲مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۱۰مه نېټه.
 لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لومړي ځل لپاره د یو باب لوی جومات او کتابتون د جوړېدو چارې تېره ورځ د دغې موسسې د. . .

BACK TO NEWS