د رهبری پیغام
لوګر پوهنتون د رهبري پیغام
له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.
د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.
لرلید
لوګر پوهنتون په پام کې لري چې د باکیفیته تحصیلي خدمتونو، معیاري څېړنو او د علمي او متخصصو کادرونو د روزنې په برخو کې د یو اعتبار وړ بنسټ په توګه په ملي کچه و پېژندل شي.
ماموریت
لوګر پوهنتون د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د باکیفیته تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو او معیاري علمي څېړنو د ترسره کولو له لارې د علمي کادرونو او متخصصینو د روزنې په موخه د ټولنې د اړتیا د پوره کولو لپاره فعالیت کوي.
په در نښت
مفتي سید ضیاءالاحمد صارم
لوګر پوهنتون رئیس