۱۱.۵. فزیک څانګه
لوګر پوهنتون
علمي او محصلانو چارو معاونیت
ښوونې او روزنې پوهنځي
فزیک څانګه
د څانګې مخینه:
د ریاضي – فزیک څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز او د ۱۳۹۳/۱۲/۱۳ نيټې او د تیر دولت ریاست د عالي مقام د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۱۳۹۲/۲/۲۰ نېټې سره ایجاد او د څلور تنو علمي کادر غړو په درلودو یې په فعالیت پیل وکړ.
لوګر پوهنتون د (۱۶۵) ګڼې وړاندیز او د ۱۳۹۴/۳/۲۵ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه د یادو څانګو د بېل والي غوښتنه وکړه، چې خوشبختانه بیا د (۱۱۴) ګڼې حکم پر بنسټ د ۱۳۹۴/۴/۹ نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د ۱۳۹۴/۴/۸ نېټې د پریکړې پر بنسټ د فزیک څانګه د نورو څانګو په څېر مستقله ډول په فعالیت پیل وکړ، چې یاده څانګه اوس مهال شپږ تنه علمي کادر غړي لري.
لرلید
د فزیک څانګه هڅه کوي چې د هیواد په کچه مسلکي او متخصص ښوونکو د روزنې مرکز په توګه اکاډمیک اعتبار ترلاسه او ځانګړی مقام خپل کړي.
رسالت
د معیاري زده کړو، د معاصرې تکنالوژی، د تدریس نویو میتودونو، لازمومهارتونو او ملي تګلارو پر بنسټ د فزیک متخصص کادرونو او مسلکي ښوونکو روزنه.
پورته د څانګې لرلید او رسالت د څانګې په ( ۷ ) ګڼه پروتوکول او ۶ / ۴ / ۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د ۶ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نيټه جلسه، د پوهنځي ستراتیژیک پلان کمېټې په ( ۷ ) ګڼه پروتوکول او ۱۵ / ۴ / ۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د ۱۵ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه او همدارنګه د پوهنځي علمي شورا (۸ ) ګڼه پروتوکول او ۲۰ / ۴ /۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د۲۰ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه کې ثبت دي.
تشکیلاتي جدول:
|
نوم |
تخلص |
علمي رتبه |
وظیفه |
|
شبیر الله |
حیات |
پوهنیار |
فزیک څانګې آمر |
|
محمد شریف |
سلطاني |
پوهنمل |
مسلکي پراختیا مرکز آمر |
|
ذبیح الله |
احمدي |
پوهنیار |
علمي کادر غړی |
|
احمد ضیا |
زاهد |
نوماند پوهنیار |
علمي کادر غړی |
|
علی جان |
غلامي |
نوماند پوهنیار |
علمي کادر غړی |
|
حضرت میر |
احمدزی |
نوماند پوهنیار |
علمي کادر غړی |
د فزیک څانګې فارغو محصلانو لپاره کاري فرصتونه:
۱: د پوهنې وزارت تر چتر لاندې د فزیک متخصص او څیړونکي په توګه
۲: په پوهنتونونو او علومو اکاډمۍ کې د استاد، څېړونکي یا علمي غړي په توګه.
۳: علومو اکاډمۍ غړیتوب
۴: کانکور اماده ګۍ ښوونیزو مرکزنو کې د فزیک مسلکي استاد په توګه
۵: د اتومي انرژي څیړونکي په توګه
۶: تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي اداره کې د فزیک مسلکي غړي او استاد په توګه
۷: مخابراتو وزارت تر چتر لاندې د فزیک کار پوه په توګه
۸: د انرژۍ او سولر پروژو کې د څیړونکي په توګه
۹: انجینرٍي او صنعتي سکتور تر چتر لاندې د فزیک کار پوه په توګه
۱۲.۳. د فزیک څانګې د آمر بیوګرافي
پوهنیار شبیرالله حیات
پوهنیار شبیرالله حیات د الف خان زوی ، په ۱۳۶۸ ه. لمریز کال وردګو ولایت چک ولسوالۍ مسجد درې بایان کلي په یوه متدینه او مجاهده کورنی کې زېږېدلی. لومړنۍ او متوسطه زده کړې یې د مهاجرت پر مهال ګاوندي هیواد پاکستان کې او ثانوي زده کړې یې په ۱۳۸۷ ه.لمريز کال کې د رحمان بابا په لېسه کې په عالی درجه بشپړې کړې.
استاد په ۱۳۸۹ ه. لمریز کال کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون طبعی علومو پوهنځي فزیک څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۲ لمریز کال کې یې په بریالیتوب سره د لیسانس دوره بشپړه کړه.
استاد حيات په ۰۹/۰۴/۱۳۹۳ ه. لمریز کال کې د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د پراختيا او درسی کتابونو تالیف لوی رياست فزيک څانګه کې د علمي غړي په توګه مقرر او په ياده څانګه کې له څه باندې يو کال خدمت کولو وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کې لوګر پوهنتون ته د علمي کارد غړو استخدام په موخه ترسره شوې ازادې سيالۍ له لارې د پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی فزیک څانګې کې دلوړو زده کړو وزارت محترم مقام د ۱۳۹۴ لمریز کال وږي ۲۱ نیټې ۵۵۱۵ ګڼې حکم پربنسټ د استاد( نوماند پوهیالي) په صفت مقرر شو.
استاد حيات ۱۳۹۷ لمریزکال وږې په ۳۱ قزاقستان هیواد الفارابی فوق لیسانس برنامې ته بریالی او په ۱۴۰۰ ه. لمریز کال کې د یاد پوهنتون فزیک پوهنځي نظري او هسته یي فزیک څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.
په دې وروستیو کې استاد د لوړو زده کړو وزارت د ۳۱۲ ګنې او ۵/۱/۱۴۴۴ نیټې حکم پر اساس د فزیک څانګې آمر په توګه ټاکل شوی دی.