لوګر پوهنتون کې (د ټولنې په اصلاح کې د علماوو او استادانو ونډه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛
یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۲۳مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۲۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې ددغه پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته (د ټولنې په اصلاح کې د علماوو او استادانو ونډه) تر سرليک لاندې سمينار د لوګر ولايت د استيناف محکمې رئيس لخوا وړاندې شو.
دغه روزنيز سمينار چې د دغه پوهنتون د دعوت او ارشاد عمومي کمېټې لخوا ترتیب شوی و د لوګر ولايت د استيناف محکمې رئيس شيـ؛؛؛خ مولوي محمد ګلاب فاروقي لخوا وړاندې شو.
نوموړي په سمینار کې د ټولنې د اصلاح راز د پوهانو، علماوو او استادانو په روزنو او لارښوونو کې نغښتی وښوده.
ښاغلي فاروقي صاحب زياته کړه، چې د ټولنې هر لوستی او نېک عمله انسان بايد د نورو وګړو د اصلاح په برخه کې خپل مسؤليت ترسره کړي او د ټولنې اصلاح په احسنه توګه او نبوي اخلاقو په رڼا کې وکړي.
ښاغلي فاروقي صاحب همدار راز د پوهنتون استادانو ته په اشارې وويل، چې محصلان او د ټولنې ځوان نسل بايد په اسلامي فکري سمبال وروزي؛ تر څو د يادو ځوانانو له خوا په کورونو او ټولنو کې ورته اسلامي او فکري اصلاح رامنځته شي.
د دې تر څنګ ښاغلي فاروقي صاحب پر تقوا او دينداري هم ټینګار وکړ او زياته يې کړه، چې دينداره او تقوا لرونکی انسان د ټولنې د اصلاح او خير سبب ګرځي.
یاد سمينار د لوګر پوهنتون د رهبري لخوا خورا ګټور ياد شو، د دغه پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د لوګر ولايت د استيناف محکمې له رئیس څخه د مننې او کور وداني تر څنګ پر استادانو او اداري کارکوونکو ټينګار وکړ، چې له دا ډول روزنیزو او ديني سمينارونو دې پوره ګټه واخلي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
