لوګر پوهنتون کې د قرآن کريم د حفظ او تجويد د فراغت په پار، د ځوان نسل فکري روزنې کتاب سيالۍ د پايلو اعلانولو او د پوهنتون په کچه د مخکښو محصلانو د ستاینې غونډه ترسره شوه.

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۱۸
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۰مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۲۰مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون کې د قرآن کريم د حفظ او تجويد د فراغت په پار، د ځوان نسل فکري روزنې کتاب سيالۍ د پايلو اعلانولو او د پوهنتون په کچه د مخکښو محصلانو د ستاینې غونډه د دغه ولايت د مرستيال والي، د پوهنتون رهبري، د ولايتي ادارو يو شمېر مسؤلينو، د څلورګونو پوهنځيو د استادانو او محصلانو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې پيل د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو تر تلاوت وروسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په خبرو وشو. ښاغلي صارم د ځوانانو او محصلانو د علم حاصلولو او لوړو زده کړو ترسره کولو اساسي موخه د الله تعالی رضا وښوده او ویې ويل، چې په يادې چارې سره بايد د اسلامي امت او ټولني ښه خدمت وشي. ښاغلي صارم همدا راز وويل، چې ښه او  قوي علم هغه دی، چې عمل ورباندې وشي او ګټه يې نورو ته ورسيږي. د ښاغلي صارم په خبره هيواد مو له خورا ناخوالو را تېر شوی او اوس يې وخت دی، چې د حاکم اسلامي نظام په رڼا کې یې د دیني او عصري علومو د زده کړې پر مټ ښه خدمت وکړو.
له دې سره مل د لوګر مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دين پرور په خپلو خبرو کې د داسې وياړمنو غونډو پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې په هر ځل راتګ سره يې لوګر پوهنتون له نويو نوښتونو او پرمختګونو سره مل وي. ښاغلي مرستيال والي زياته کړه، چې اوس د ديني او عصري زده کړو تر منځ واټن نشته او ښه مثال يې په دغه پوهنتون کې د عصري زده کړو سربېره د قرآن کريم له حفظ تجويد او ناظرې دورو څخه د محصلانو فراغت دی.
ورپسې د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي د علم پر ارزښت خبرې وکړې او د انساني شخصيت جوړونې، پرمختګ او تاريخي ياد او بنسټ جوړونې راز يې د ديني او عصري علومو په زده کړه کې نغښتی وباله.
ورته مهال د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فيض الله جوهري، د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنيار مولوي محمد نذیر محمدي هم د ديني او عصري زده کړو په ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې.
د يادې غونډې وروستۍ شېبې د قرآن کريم د مبارکې ختمانې، حافظانو او قاريانو ته د دستورونو ورپه سرکولو، مخکښو او د ترسره شوې سيالۍ برياليو محصلانو ته د ډاليو او ستاينپاڼو په ورکولو سره رنګينې او د لوګر پوهنتون د مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الربي مصطفی لخوا د دعاوې په لوستلو سره پای ته ورسېدې.
د نشرلتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS