لوګر پوهنتون کې د خزاني سمستر د پای ازموینې په منظم ډول روانې دي؛

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۳
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/لیندۍ ۱۸مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د ۱۴۰۴ کال د خزاني سمستر د پای ازموینې د دغه پوهنتون د رهبري له څارنې سره مل په منظم ډول روانې دي.
د دغه پوهنتون د رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم په خبره، د ښوونې او روزنې او همدا راز کرنې پوهنځیو د ازموینو له بهیر څخه یې د لیدنې او څارنې پر مهال د ازموینو له روڼتیا بشپړ ډاډ ترلاسه کړی او همدا راز یې محصلانو ته په اړوندو برخو کې لازمې سپارښتنې کړي دي. ښاغلی صارم همدا راز زیاتوي، چې د دغه پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو د ازموینو بهیر په خوار منظم ډول او همغږي سره روان دی.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS