لوګر پوهنتون ته د غځېدلي خامه سړک د پخېدو د چارو پرانیسته وشوه؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۵۶
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۳مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون ته له مرکز پل علم څخه د غځېدلي ۳ کيلو متره خامه سړک د پخېدو د چارو پرانیسته د يو شمېر لوړپوړو چارواکو او مسؤلينو لخوا وشوه.
په دې تړاو مراسمو کې د ټولګټو چارو وزارت تخنيکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، د کورنيو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معين شيخ مولوي محمد قاسم خالد، د لوګر ولايتي ادارو يو شمېر مسؤلينو او ديني علماء کرامو ګډون درلود.
د اړوندو مسؤلينو په وينا دغه خامه سړک، چې د ۳ کيلومتره په اوږدوالي او دوه لينونو سره په اساسي ډول پخېږي (۳۱۹ ميليونه) افغانۍ مالي لګښت ورباندې راځي، چې د ټولګټو چارو وزارت لخوا ورکول کېږي. د يادو مسؤلينو په خبره د دغه سړک د پخېدو چارې به د ۱۴ مياشتو په موده کې بشپړې شي.
ورته مهال د لوګر پوهنتون رهبري هم د ياد سړک پر پخېدو خوښي څرګندوي. د دغه پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم وايي «خوښ یو د لومړي ځل لپاره د داسې نوښت او غوره پروژې د پلي کېدو شاهدان يو، چې له اړخه به يې د لوګر پوهنتون ټول کارکوونکي او په ځانګړي ډول محصلان پوهنتون ته د تګ راتګ پر وخت له ګڼ شمېر ستونزو او ننګونو څخه خلاس شي» د ښاغلي صارم په خبره د ياد سړک د پخېدو په موخه لوګر پوهنتون رهبري د ولايت مقام سره په همغږي بې سارې هڅې او اړوندو مسؤلينو وړاندیزونه کړي، چې بالآخره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په حکم سره د ياد سړک د پخېدو چارې د ټولګټو چارو وزارت لخوا پيل شوې.
بايد وويل شي، چې لوګر پوهنتون ته د غځېدلي خامه سړک د پخېدو چارې په داسې حال کې پيل شوې، چې دا مهال د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت د دغه پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړېدو او پخېدو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS