لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د ښوونې او روزنې پوهنځي له رسمي چارو لیدنه او څارنه وکړه!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۴۷
۱۱

یکشنبه: د ‍۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۱۷مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۸مه نېټه.
 لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضياءالاحمد صارم د دغې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي له رسمي چارو لیدنو او څارنه وکړه. 
په دغه لیدنه او څارنه کې، چې د دغې موسسې مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی یې هم ملتیا کوله؛ ښاغلي صارم د یاد پوهنځي د استادانو، اداري کارکوونکو او په ځانګړي ډول د زده کړیالانو د حاضري کتابونه وکتل او د پوهنځي رهبري او استادانو ته یې د زده کړیالانو پر حاضري د کلکې څارنې ټینګار وکړ. د دې ترڅنګ د دغې موسسې د رهبري لخوا په ټولګیو زده کړیالانو ته د حاضري، درسونو د ښې زده کړې او اکاډمیک نظم پر مراعتولو لازمې سپارښتنې وکړې.
 د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۳۴
Background image

لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي زده کړیالانو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د بنګو د کښت د منعې په هکله فرمان تشریح شو!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۱۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي زده کړیالانو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د بنګو د کښت د منعې په هکله د عالیقدر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۲۶
Background image

لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال د جیولوجي او کانونو پوهنځي له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۱۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي د دغه پوهنتون د استادانو د ګمارنې او علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۱۷
Background image

لوګر پوهنتون د محصلانو د همغږي عمومي کمېټې مشورتي ناسته ترسره شوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۱۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون د محصلانو د همغږي عمومي کمېټې مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي. . .

BACK TO NEWS