لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د شرعیاتو پوهنځي له اداري او اکاډمیکو چارو لیدنه او ارزونه وکړه!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۴۱
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال کب/حوت ۲۹مه او د ۱۴۴۶ رمضان المبارک ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د شرعیاتو پوهنځي له اداري او اکاډمیکو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
د دغې لیدنې او ارزونې پر مهال ښاغلي صارم د یاد پوهنځي ټول استادان او اداري کارکوونکي په خپلو دندو کې د پوره اخلاص، زهد/ تقوا او اطاعت کولو په ترسره کولو سره مسؤل یاد کړل او د دوی مسلکي او شرعي مسؤلیت یې نسبت د نورو ادارو کارکوونکو ته خورا ارزښتمن او ځانګړی وښود. نوموړي همدا راز  د ياد پوهنځي د تېر يوه کال اکاډميکو ترسره شوې چارې مثبتې او ښې يادې کړې او د راتلونکي لپاره يې په اړوندو برخو کې يو لړ لازمې سپارښتنې هم وکړې. نوموړي همدا راز د یاد پوهنځي استادانو ته دوی د ستر مسؤليت پېژندلو او په ښه ډول سرته رسولو تر ټینګار کولو وروسته د دوی ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل.
باید وویل شي، چې دغه ارزونه د یو منظم چک لېست په اساس ترسره کیږي، چې د دغې موسسې د پلان او احصایې، د کارکوونکو چارو، محصلانو چارو او همدا راز د نشراتو اړیکو او عامه پوهاوی عمومي مدیران یې ملتیا کوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS