لوګر د لوړو زده کړو موسسې د دعوت او ارشاد کمېټې مسؤلینو د څلور ګونو پوهنځیو د زده کړیالانو له استازیو سره ناسته ترسره کړه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۴۵
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال د ثور/ غویي ۲۴مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۱۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د دعوت او ارشاد کمېټې مسؤلینو د شرعیاتو پوهنځي رییس شیـ؛؛؛خ مولوي محمد ابراهیم حقـ؛؛؛اني او د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل احمد نثار په مشري د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو د زده کړیالانو له استازیو سره د ښې همغږي په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې د یادو مسؤلینو لخوا د زده کړیالانو استازیو ته د دوی پر مټ د نورو زده کړیالانو د فکري روزنې، ښې همغږۍ، د استادانو پر درناوي او د عامه تحصیلي نظم پر مراعتولو ټینګار وشو او همدا راز یادو استازیو ته د دوی د مسؤلیت اړوند ځینې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS