لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر ولایت د کانونو ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۱۳
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۳۰مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۲۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر ولایت د کانونو ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغې موسسې جیولوجې او کانونو پوهنځي د زده کړیالانو د عملي او مسلکي زده کړو، پرکتیکي دورو ترسره کولو او همدا راز مسلکي تجربو شریکولو په موخه لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک چې لوګر د لوړو زده کړو د موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم او همدا راز د لوګر ولایت د کانونو رییس مولوي نقیب احمد فرقاني لخوا لاسلیک شو، له مخې به یې د دغې موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي زده کړیالانو ته د عملي کار زمینه برابریږي او د اړتیا پر وخت به د یاد ریاست په همکاري په اړوندو کانونو کې د جیولوجي او کانونو پوهنځي زده کړیالان خپلې پرکتیکي دورې، مسلکي څېړنې او بېلابېلې تجربې ترسره کوي.
که څه هم د لوګر ولایت د کانونو له ریاست سره دغه هوکړه لیک تازه لاسلیک شوی؛ خو د دغې موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي زده کړیالان تر دې وړاندې هم له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږي د لوګر ولایت سربېره د هیواد یو شمېر کانونو او اړوندو سیمو ته په علمي سیرونو تللي دي، چې د زده کړیالانو په وینا په یاده موده کې یې د پام وړ عملي زده کړې ترلاسه کړي دي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري د لوګر له یو شمېر ریاستونو او ادارو سره د ګډو همکاریو په موخه د پام وړ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS