لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۷
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴کال سرطان/چنګاښ ۱۶مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د جیولوجي او کانونو او همدا راز د کرنې پوهنځیو د عملي زده کړو او تجربو شریکولو په موخه لاسلیک شو.
 د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم او د لوګر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې آمر الحاج حبیب الله حبیبي له یاد هوکړه لیک څخه موخه د دواړو علمي او تحصیلي ادارو معنوي او اساسي پرمختګ او ګډه همکاري یاده کړه او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د دغې موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي او همدا راز د کرنې پوهنځي زده کړیالان د عملي زده کړو او تجربو ترسره کولو په موخه د لوګر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له څېړنیز فارم او همدا راز مسلکي ماشین آلاتو څخه ګټه پورته کوي او د دې تر څنګ به د دغې موسسې د اړوندو برخو استادان هم د اړتیا پر مهال خپلې علمي او عملي تجربې، روزنیز ورکشاپونو او سمینارونه اوځینې نورې علمي برنامي د یادې ادارې له استادانو او زده کړیالانو  سره شریکوي.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک په داسې حال کې لاسلیک کیږي، چې په دې ورستیو کې د دغې موسسې او د لوګر د پوهنې ریاست ترمنځ هم په ورته علمي برخو کې دا ډول هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS