لوګر د لوړو زده کړو موسسې اداري کارکوونکو ته (د ښو اخلاقو ګټې او د ناوړه اخلاقو بېلګې) په اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۵:۲
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۲۰مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټولو اداري کارکوونکو ته د دغې موسسې د اسلامي ثافت څانګې استاد پوهنیار مولوي شفیع الرحمن هاشمي لخوا (د ښو اخلاقو ګټې او د ناوړه اخلاقو بېلګې) په اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو.
یاد سمینار د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمریت له درسي مهالوېش سره سم ترتیب شوی و. په سمینار کې ښاغلي استاد هاشمي وړاندې کړل، چې ښه اخلاق د انسان ټولنیز ژوند ښایسته کوي او د انسان پر شخصیت جوړونه مثبت تاثیرات لري. همدا راز په یاد سمینار کې ټینګار وشو، چې هر مسلمان باید د ژوند په چارو کې له تکبر/لویي، حسد، خودخواهي او نورو بدبینیو څخه ځان وساتي او پر ځای یې تقوا، نېک اخلاق او سالمه رویه په ځان کې راولي.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۲۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته ترسره شوه!

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۱۱مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۲۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته د چارو د ښه سمون او همغږي په موخه د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۲۳
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي لوی جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي!

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۱۱مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۲۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي لوی جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې او تر دا مهاله ېې خواوشا (۳۰سلنه). . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۲۱
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له چارو لیدنه او څارنه وکړه.

شنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/ليندۍ ۱۰مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۲۸مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي فضل الربي مصطفی په دغه موسسه د ترمیم پروژې اړوند د کرنې. . .

BACK TO NEWS