لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه په پوره روڼتیا او امن فضا کې واخستل شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۳
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/ غبرګولي ۱۰مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۴۰۴ کال کانکور عمومي ازموینه د تېرو درېیو ورځو په لړ کې په پوره روڼتیا او امن فضا کې واخستل شوه.
دغه ازموینه چې د ازموینو ملي ادارې له رسمي اعلان سره سمه د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل شوې وه، تېره ورځ جمعه پای ته ورسېده. د یادې ازموینې لپاره په لوګر کې «۲۴۵۲» تنو نوملیکنه کړې وه، چې د  تېر ۱۴۰۳ لمريز کال د دولسمو ټولګیو فارغان، د مخکنیو کلونو متفرقه او د دیني مدرسو د عاليې او خامسې دورو اړوند طالبعلمان وو. دغه ازموینه لوګر د لوړو زده کړو موسسې په ملیتا د ازموینو ملي ادارې لخوا واخستل شوه، چې د تېر په پرتله سږکال یې ګډونوالو ته د پوښتنپاڼو د حل په موخه (۴) ساعته وخت ځانګړی او په واک کې ورکړل شوی و. ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم هم د یادې ازموینې له راڼه بهیر او هر اړخیز ډاډ څخه خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې د دغې موسسې رهبري او ټوله اداره چمتو ده، چې تل د هیواد د ځوان نسل د ښې روزنې او پالنې تر څنګ د علم او تحصیل په هر ډګر کې له شته امکاناتو په ګټې اخستنې دې ډول خدمتونو کې برخه واخلي.
باید وویل شي، چې له دغې ازموینې وړاندې لوګر د لوړو زده کړو موسسې د استادانو لخوا د لوړو زده کړو وزارت په رسمي هدایت د لوګر ولایت پوهنې ریاست کې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو آمرینو او مدیرانو ته د کانکور ازموینې په اړوند د عامه پوهاوي ښوونیز سمینار هم وړاندې شوی و.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS