لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د کانکور ازموینې بایومتریک لړۍ نن سهار پیل او په منظمه توګه مخ پر وړاندې ځي!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۱۳
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/ غبرګولي ۵مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۴۰۴ هـ. ل کال عمومي کانکور ازموینې لپاره د دولسم پاسو او څوارلسم پاسو زده کوونکو د بایومتریک لړۍ نن سهار پیل او په منظمه توګه مخ پر وړاندې ځي.
له دغې لړۍ څخه د لیدنې پرمهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري د ازموینې ګډونوالو ته د شته امکاناتو پر مټ د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
د بایومتریک د لړۍ تخنیکي چارې د ازموینو ملي ادارې لخوا د راغلې ځانکړې ډلې لخوا ترسره کیږي، چې د ازموینې تر ورځې به دوام کوي.
باید وویل شي، چې د ازموینو ملي اداري د رسمي اعلان له مخې د هیواد د یو شمېر نور ولایتونو سربېره په لوګر ولایت کې هم د کانکور ازموینې لپاره د روان ۱۴۰۴هـ ق کال د جوزا/ غبرګولي میاشتې ۵مه او ۶مه (دوشنبه او سه شنبه) ورځې د بایومتریک او همدا راز د جوزا/ غبرګولي میاشتې ۷مه، ۸مه او ۹مه ( چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه) ورځې د ازموینې لپاره ټاکل شوې دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS