لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د سیرت سیالۍ د ازموینې پایلې اعلان شوې!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۱۵
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۱۶مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د سیرت سیالۍ پایلۍ د دغې موسسې د رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو، د ولایتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، زده کړیالانو، په لوګر کې د حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ استازیو، د دیني مدرسو د طالبعلمانو او د ښوونځیو د زده کونکو په ګډون د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
د غونډې ویناوال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم، د شرعیاتو پوهنځي رییس مولوي محمد ابراهیم ح؛؛؛قاني د لوګر ولایت د نظامي برخې د فرامینو او احکامو د څار آمر مفتي وحیدالله وهاج او د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس دکتور رفیع الله صمیم وو.
یادو ویناوالو خپلې ټولې خبرې د ځوان نسل پر سالمې روزنې، اسلامي فکر جوړونې او همدا راز په اسلامي ټولنه کې د نبوي سیرت او صورت خپلولو او د نبوي تګلارې پر غوره کولو راوڅرخولې.
یاده سیالۍ د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمریت لخوا په لار اچول شوې وه، چې ازموینې یې سلګونه ګډونوال درلودل. د سیالۍ پایلو (۱۶) تنه مخکښ بریالي ځوانان درلودل او لومړی مقام یې په لوګر کې د دارالهدا خصوصي عالي لېسې یو تن زده کونکي محمد یحیی خپل کړ، چې د دغې موسسې د رهبري لخوا د یو پایه لب ټاپ کمپیوټر د ډالۍ کولو سربېره د نوموړي وړتیا هم وستایل شوه. د سیالۍ د دوهمې درجې ګټونکو لپاره یو عراده بایسکل، يو پایه د خیاطي ماشین او دوه سېټه مبایلونه او همدا راز تر ۱۶مې شمېرې ګټونکو ته ارزښتمن بېلابېل کتابونه ډالۍ شول.
باید وویل شي، چې د یادې سیالۍ د مخکښو ګټونکو لپاره ټولې ډالۍ د حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ لخوا اخستل شوې وې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS