لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دیني مدرسو له علماوو څخه د علمي سویې د ثبیت ازموینه واخیستل شوه!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۰:۴۷
۱۱

چهارشنبه: د۱۴۰۳ کال کب/حوت ۸مه او د ۱۴۴۶ شعبان المعظم ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولایت د دیني مدرسو له شاوخوا ۳۰۰ تنو علماء کرامو څخه د خامسې او مافوق الثانویې درجو د علمي سویې د تثبيت ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د ازموینو ملي ادارې لخوا لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر پوهنې ریاست په ګډه همکاري واخستل شوه.
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند ښاغلي محمدشاپور عرب د راپور له مخې په دغې ازموینه کې د دیني مدرسو ۴۹۷ علماء کرامو برخه اخېستې وه، چې له ډلې یې ۳۰۰ تنه نارینه دیني عالمان او ۱۹۷ تنه ښځینه دیني عالمانې وې، چې ازموينه يې په دوو بېلا- بېلو حوزو کې تنظیم شوې وه او په خورا روڼتیا او نظم سره واخیستل شوه.
بايد وويل شي، چې د خامسې درجې بریالیو ته به د دولسم ټولګي او د مافوق الثانویې بریالیو ته به د څوارلسم ټولګي په کچه د فراغت سندونه ورکړل شي.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS