لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د استادانو مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) گټې اخېستنې ته وسپارل شو

logu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۰:۲۴
PDC

یاد مرکز د لوړو زده کړو وزارت پراختیايي بودېجې څخه د ۳۲۸۱۹۱۶ درې میلیونه، دوه سوه یو اتیا زره، نه سوه او شپاړس افغانیو په مالي لګښت د کوبل لوجیستکي شرکت لخوا بشپړ او نن د پنجشنبې ورځ د ۱۳۹۹ کال لېندۍ میاشتې په ۶مه نېټه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د دغه علمي بنسټ رئیس ښاغلي پوهنمل عبدالناصر ستانکزي، معاونینو، استادانو، اداري کارکوونکو، قومي مشرانو او ګڼ شمیر محصلانو په حضور کې، ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. ښاغلي پوهنمل عبدالناصر ستانکزي د استادانو او اداري کارکوونکو د ارتقا او په ټوله کې د محصلانو درسي ښه کیفیت لپاره دغه مرکز یو ستر ګام او قدم و ګڼل او هېله يې څرګنده کړه چې ورڅخه مثبت او لازمه ګټه پورته شي. همدارنګه نورو وینوالو هم د دغه مرکز په اهمیت او په هغو وظایفو چې په دغه مرکز کې تر سره کیږي خبرې وکړې. په پای کې د یاد مراسم غونډه د پټۍ په پرې کولو او اختتامې دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS