لوګر د لوړو زده کړو مؤسسه، لوګر پوهنتون شو!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۴۸
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمری ۲۵مه او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۲۲مه نېټه.
لوګر پوهنتون رهبري د هیواد په کچه د ټولو لوړو زده کړو موسسو د نوم بدلېدل پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو وزارت رښتینې هڅې او د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی ستر شفقت یادوي او دا بې ساری او مثبت ګام د هیواد په تحصیلي ډګر کې د نوښت، پرمختګ او لویې لاسته راوړنې سرچینه بولي.
لوګر پوهنتون، چې تر دې وړاندې یې (لوګر د لوړو زده کړو موسسه) په نوم له تېرې یوې لسیزې راپدېخوا د لوړو زده کړو په ډګر کې فعالیت لري، تازه یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ستر شفقت او ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۷ نېټې او (۳۴۷/۹۹۰) حکم پر اساس له لوړو زده کړو موسسې څخه د پوهنتون نوم خپل کړ.
که څه هم دغه چاره د هیواد په کچه ترسره شوې ده او د یادې لوروینې سیوری د هیواد پر ډېری تحصیلي مرکزونو خور شوی؛ خو له دې سره سره لوګر پوهنتون رهبري دا ستره لوروینه پر دغه تحصیلي مرکز د بې ساري نوښت، پرمختګ، او لویې لاسته راوړنې تازه را خلاس شوی باب یادوي.
د دغه پوهنتون رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د لوړو زده کړو وزارت د دې رښتینې هڅې او د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی  د بې سارې لوروینې او شفقت دغه بېلګه پر لوګر پوهنتون د مثبت پرمختګ، بې سارې لاسته راوړنې، نوښتونو او همدا راز پر عامه افکارو د خوښیو او د تحصیلي نظـ؛؛؛ام پر کلک ملاتړ راختلی روښانه لمر بولي.
د دغه پوهنتون رهبري د تېر په څېر یو ځل بیا هم د خپلې خوښۍ په پار ژمنه ښیي، چې په پوهنتون کې له شته امکاناتو څخه پر ګټې اخستنې به د هیواد د ځوان نسل فکري، عقیدوي، علمي او مسلکي روزنه په پوره رښتینولي او میړانې سره کوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS