د کرنې پوهنځي محصلان ( د افغانستان په کرنه کې موجود پوتنسیلونه) تر سرلیک لاندې رزونیز آنلاین سمینار څخه برخمن شول!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۱۹
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سبنلې/ وږي ۱۷مه او د ۱۴۴۷ربیع الاول ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلان ( د افغانستان په کرنه کې موجود پوتنسیلونه) تر سرلیک لاندې رزونیز آنلاین سمینار څخه برخمن شول.
یاد روزنیز سمینار، چې د کرنې پوهنځي د رهبري په هڅو ترتیب شوی و، د هند هیواد د کرنیزو علومو بنګلور پوهنتون د یو تن متخصص استاد دکتور محمد سلیم رحماني لخوا وړاندې شو. په دغه سمینار کې د افغانستان د کرنیز سکتور فرصتونو او ننګونو او همدا راز د افغانستان د کرنې او سوداګرۍ د لا ښه والي، تګلارې او لارښوونو په اړوند ګټور او اړین موضوعات او معلومات وړاندې شول.
ورته مهال لوګر پوهنتون رهبري دا ډول علمي نوښتونه او روزنیز سمینارونه د خپلو محصلانو لپاره خورا ګټور بولي او په دغه برخه له همکارو اړخونو مننه کوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS