د کانکور د ازموينې دريمه او د پاى ورځ!

logu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۸:۱۸
کانکور

 

جمعه - د ١٤٠٠ لمريز کال غويي مياشتې ١٠ مه نېټه!

د لوګر ولايت د ١٤٠٠ لمريز کال د کانکور ازموينې دريمه ورځ هم نن د سهار په ٦ بجو پيل شوه.

دغه ازموينه چې لوګر د لوړو زده کړو مٶسسې په همکارۍ د ازموينو ملي ادارې لخوا واخيستل شوه او درې ورځې يې دوام درلود، نن يې د پاى ورځ وه چې په کې د لوګر ولايت څخه د دولسمو، اختصاصي، شبانه او متفرقه ٢٩٥٢ ګډونوالو چې له جملې يي٣٠٥ نجونې وې، ګډون درلود.

په پاى کې لوګر د لوړو زده مٶسسې رٸيس ښاغلي پوهنمل عبدالناصر ستانکزي د لوګر ولايت ازموينو ملي ادارې مسٶل ښاغلي پوهنمل زرغون سرور او راغلي پلاوي استادانو او دبايومټريک تخنيکي کارکوونکو او همدارنګه د دغه علمي بنسټ استادانو او کارکوونکو او امنيتي مسٶلينو څخه مننه وکړه، چې ياده ملي پروسه يې په ښه فضا او اطمينان سره پاى ته ورسوله.

 

 

 

 

 

 

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS