د علمي او محصلانو چارو مرستیال د پوهنتون له لیلیې څخه لیدنه او څارنه وکړه؛
چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۱مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۲۱مه نېټه.
لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي د محصلانو د خدمتونو او همغږي عمومي مدیر احسان الله امیري په ملتیا د دغه پوهنتون له لیلیې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په دغه لیدنه او څارنه کې د لیلیې ټولې استوګنیزې خونې له نږدې ولیدل شوې او د دې تر څنګ اړوندو محصلانو ته د پاکوالي، نظم په پام کې نیولو او د وخت پر ارزښت لازمې سپارښتنې وشوې او ورسره د یادو محصلانو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
