د شرعیاتو پوهنځي ۱۰ تنه محصلان له قضایي علمي درس څخه برخمن شول

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۲۵
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ليندۍ ۳۰مه اود ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۳۰مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقه او قانون او اسلامو تعلیماتو څانګو ۱۰ تنه محصلان د لوګر ولايت استیناف محکمه کې له قضايي علمي درس څخه برخمن شول
دغه درس يادو محصلانو ته د شرعياتو پوهنځي رئيس شيـ؛؛؛خ مولوي محمد ابراهيم حقـ؛؛؛اني او استاد نوماند پوهنيار شاولي نديم په لارښوونه د لوګر ولايت د استيناف محکمې رئيس شيـ؛؛؛خ مولوي محمد ګلاب فاروقي لخوا وړاندې شو.
په ياد درس د صحيحې دعوی د اورېدلو وروسته د مدعي، مدعي علیه او قاضي مسؤلیتونه، د دعوې د اثبات وسایل لکه اقرار، اسناد، شواهد، قرائن، او نکول دهر يو معرفت، شرایط، ډولونه او حقوقي ارزښتونه په تفصیل سره بیان شول.
د شرعياتو پوهنځي د مسؤلينو په خبره، چې یاد علمي درسونه نه یوازې د شرعیاتو پوهنځي د محصلانو حقوقي فهم ته وده ورکوي؛ بلکې د عملي تجربو له لارې هغوی د تطبیقي قضا، د اسلامي شریعت د فقهې او حاکم اسلامي نظـ؛؛؛ام د اصولو پر اساس د قضا له نورو اړخونو سره بلدوي کوي.
ياد مسؤلين همدا راز وايي، چې دا لړۍ د علمي او محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت سره په ګډه د لوګر ولسوالیو ته هم وغځول شي، څو محصلین د قضاء عملي اړخونه له نږدې وڅاري او د راتلونکي لپاره ښه په مسلکي برخو کې پوره پوهه پيدا کړي.
د نشرانو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS