۱۱.۵. فزیک څانګه

فزیک څانګه

مخینه

د (ریاضي  فزیک) څانګه د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز  او د۱۳/۱۲/ ۱۳۹۲  نیټې او د تېرې ادارې د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۱۳۹۳/۲/۲۰ نېټې سره ایجاد او د څلور تنو علمي کادري غړو په درلودلو سره  یې په فعالیت پیل وکړ، چې په لومړۍ دوره کې یې ۱۲ تنه نارینه زده کړیالان درلودل.

لوګر پوهنتون د ۱۶۵ ګڼې وړاندیز او د۲۵/۳/ ۱۳۹۴ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه د یادو څانګو د بېل والي غوښتنه وکړه، چې خوشبختانه د ۱۱۴ ګڼې حکم پر بنسټ د  ۹/۴/۱۳۹۴  نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د۸/۴/۱۳۹۴  نېټې د پریکړې پر اساس د فزیک څانګه د نورو څانګو په څېر مستقله او د دوه علمي کادر غړو په درلودو سره یې فعالیت پیل کړ .

د (ریاضي- فزیک) څانګې څخه په کال ۱۳۹۶ ل کې ۱۷ تنه او په کال ۱۳۹۷ل کې ۳۶ تنه فارغ شول. د فزیک څانګه وروسته له هغې چې د ریاضي له څانګې څخه بېله شوه  په لومړي ځل یې په کال ۱۳۹۸ ل کې ۲۸ تنه فارغان  ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل. په ۱۴۰۰ کال کې فزیک څانګې ۳۵ تنه فارغان در لودل.

د فزیک څانګه  اوس مهال اووه تنه کادري غړي لري چې درې تنه یی د ماسټرۍ تر کچې  لوړو زده کړې لري او څلور تنه یې د لسانس تر کچې لوړې زده کړې لري. 

لرلید

د فزیک څانګه هڅه کوې چې د هیواد په کچه مسلکي  او متخصص ښوونکو د روزنې مرکز په توګه اکادمیک اعتبار ترلاسه او ځانګړی مقام خپل کړي.

رسالت

د معیاري زده کړو، د معاصرې تکنالوژی، د تدریس نوو میتودونو او لازمومهارتونو پر بنسټ د فزیک متخصص کادرونو او مسلکي ښوونکو روزنه.

11

د پوهنیار شبیر الله حیات ژوند لیک

استاد شبیرالله حیات د الف خان زوی د حیات خان لمسی په کال 3/4/1990 میلادی کې چي له  ۱۳۶۸ هجری لمریز سره سمون خوری د وردگ ولایت چک ولسوالۍ مسجد درې بیانانو کلي په یوه متدینه او مجاهده  کورنۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ او متوسطه زده کړې یې د مهاجرت پر مهال پاکستان هیواد کې تر سره کړې دي.

ثانوي زده کړې  یې په ۱۳۸۵ کال  کې   هیواد ته د راستنېدو سره سم  د کابل ولایت رحمن بابا عالي لېسه کې پيل او  په ۱۳۸۷ کال کې  د رحمن بابا عالي لېسه کې په عالی درجه بشپړ کړي دي.  په ۱۳۸۹ هجري لمریز کال کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون طبیعی علوم پوهنځي فزیک څانګې ته  بریالی او په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د یاد پوهنتون د فزیک څانګې څخه فارغ شو. د فراغت سره سم په ۰۹ / ۰۴ / ۱۳۹۳  د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب د پراختیا او درسي کتابونو د تألیف لوی ریاست فزیک څانګه کې د علمي غړي په توګه مقررشو. په یاد ریاست کې د یو کال دندې اجرأ کولو وروسته  په  ۲۱ /۶ / ۱۳۹۴ هجری لمریز کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د لوګر پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګه کې د استاد په صفت  مقرر  شو.  په کال ۲۰۱۸ میلادی کال  کې د یوې رقابتي ازموینې وروسته د قزاقستان هیواد  الفارابی پوهنتون فزیک پوهنځي  ماستری پروګرام ته بریالی او په ۲۰۲۱ میلادی کال کې فزیک برخه ماستري بشپړ کړه او هیواد ته راستنېدو سره سم د لوګر پوهنتون فزیک ځانګې أمر په توګه (۵/۱/۱۴۴۴) مقرر او تر همدې مهاله په پوره ویاړ او افتخار سره خپله دنده ته پرمخ وړي.

د فزیک څانګی د محصلان لارښود کتاب

د فزیک څانګه کتلاک

 

 

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم