۱۱.۶. اسلامي علومو او فرهنګ څانګه
لوګر پوهنتون
علمي او محصلانو چارو معاونیت
ښوونې او روزنې پوهنځي
اسلامي علومو او فرهنګ څانګه
د څانګې مخینه:
اسلامي ثقافت څانګه د یو غیر فارغ ورکونکی څانګې په توګه په کال ۱۳۹۸ هـ. ش کې د لوړو زده کړو وزارت د عالی شوری په پنځمه جلسه کې ایجاد شوه، چې د همدې مصوبې د فیصلی په اساس په کال ۱۳۹۹ هـ ش کې د ښونې او روزنې پوهنځی په چوکاټ کې په خپل فعالیت پیل کړ او په کال ۱۴۰۲ هجری لمریز کال کې د ( اسلامي علومو او فرهنګ) څانګې په نوم سره په فارغ ورکونکي څانګه تبدیل شوه، چې اوس مهال څلور تنه علمي کادر غړي د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې مسلکي او تخصصي مضامینو په تدریس بوخت دي.
لرلید
د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه به د هیواد په کچه یوه منلی شوی څانګه وي، چې فارغ کادرونه به یې د هیواد په پوهنیز، عدلي قضايي او دعوت او ارشاد برخوکې مثبت تغیر راوستونکې وي.
رسالت
د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه د خپل نصاب پر بنسټ د هیواد د پوهنیز سیستم لپاره مسلکي او متعهد معلمین روزي او د هیواد ځوان نسل په اسلامي فرهنګ د سمبالښت ترڅنګ، د اسلام د اصیل فهم پاللو او ترویجولو لپاره هلې ځلې کوي.
پورته د څانګې لرلید او رسالت د څانګې په ( ۷ ) ګڼه پروتوکول او ۶ / ۴ / ۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د ۶ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نيټه جلسه، د پوهنځي ستراتیژیک پلان کمېټې په ( ۷ ) ګڼه پروتوکول او ۱۵ / ۴ / ۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د ۱۵ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه او همدارنګه د پوهنځي علمي شورا (۸ ) ګڼه پروتوکول او ۲۰ / ۴ /۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د۲۰ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه کې ثبت دي.
تشکیلاتي جدول:
|
نوم |
تخلص |
علمي رتبه |
وظیفه |
|
احمد غیور |
یوسفزی |
پوهنیار |
د څانګې آمر |
|
فضل الربی |
زاهد |
پوهنیار |
د پوهنځي مرستیال |
|
ابراهیم |
نوري |
پوهنمل |
علمي کادر غړی |
|
یحیی |
حقمل |
پوهنمل دوکتور |
علمي کادر غړی |
د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې فارغو محصلانو لپاره کاري فرصتونه:
۱: د لوړو زده کړو وزارت په چارچوب کې د علمي کادر غړي، څیړونکي او اداري مسؤل په توګه؛
۲: د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د دينې علومو د ښوونکي یا تعلیمي مسؤل په توګه؛
۳: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کې د دعوت، ارشاد، جوماتونو او اوقافو اړوند چارو کار پوه په توګه؛
۴: په محکمو او عدلي چارو کې د شرعي او فقهي چارو کار پوه په توګه؛
۵: په امارتي ادارو کې د دیني او فرهنګي چارو کارپوه په توګه؛
۶: په څیړنیزو او علمی مرکزونو کې د اسلامي علومو د څیړونکي په توګه؛
۷: په امارتي ادارو کې د اداري کارمند په توګه؛
۸: داخلي او خارجي مؤسساتو کې د کارپوه او اداري کارمند په توګه کار کول.
۱۲.۵. د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې د آمر بیوګرافي
پوهنیار احمد غیور یوسفزی
پوهنیار احمد غیور یوسفزی د احمد شاه زوی د الحاج عبدالقیوم لمسۍ دی. چې په ۱۳۶۹ کال کې د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ په یوې متدینې کورنۍ کې زیږدلی، لومړنۍ زدکړې یې په پاکستان کې ترسره کړې، په ۱۳۸۶ کال کې د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۱ کال له نوموړې څانګې څخه په کادري نمرو فارغ شو، له فراغت وروسته د آزاد رقابت له لارې د ۱۹/۱/۱۳۹۲ نیټه د پکتیکا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې ته د علمي کادر په توګه بريالی شو.
احمد غیور یوسفزی په ۱۳۹۵کال کې دننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د تفسیر او حدیث ماسټرۍ برنامې ته د آزاد رقابت له لارې کامیاب شو چې په ۱۳۹۷ کال کې یې له یاد بنسټ څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ، نوموړی د لوړو زدکړو وزارت د (۴۹۴۷) ګڼه او ۹/۹/۱۳۹۹ نیټې حکم او د تقرر او ترفیعاتو محترم ریاست (۷۴۸)ګڼه او ۱۰/۹/۱۳۹۹ نیټې مکتوب په اساس د لوګر پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي اسلامي ثقافت څانګې ته تبدیلي وکړه او اوس مهال د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې د آمر په صفت دنده ترسره کوي.
اسلامي علومو او فرهنګ څانګه کتلاک