د کرنې پوهنځي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بادام باغ څېړنیز مرکز ته علمي سیر ترسره کړ؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۴۱
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
 لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېیم ټولګي محصلانو د تېرې اونۍ په لړ کې د عملي او مسلکي زده کړو په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بادام باغ څېړنیز مرکز ته علمي سیر ترسره کړ.
یاد علمي سیر د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت په هڅو او د کرنې پوهنځي د استادانو پوهنیار فضل حنان ساپي او پوهنیار سلیمان سلطاني په لارښوونه ترسره شو، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د خاورې پوهنې ریاست د متخصصینو لخوا محصلانو ته د خاورې لابراتواري ازموینو اړوند پرمختللي وسایل، د هغوی د کارونې لارې چارې او علمي اهمیت په تفصیل سره تشریح شول او محصلانو د خاورې د تجزیې معیاري اصول، د نمونو د پروسس بهیر، او د خاورې د ارزونې عمومي چوکاټ په عملي ډول له نږدې ولیده.
د دې سربېره یادو محصلانو په اړوندو برخو کې ډېرې نورې څېړنیزې تجربې او عملي زده کړې هم ترلاسه کړې.
ورته مهال لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي مسؤلین د دې ډول علمي سیرونو دوام د محصلانو د تخصصي روزنې لپاره اړین بولي او باور لري، چې دا هر څه به د هېواد د کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره د پام وړ ځای خپل کړي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS