د ښوونې او روزنې پوهنځي ستراتیژیک پلان د دغه پوهنځي استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته تشریح شو

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۳۲
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۷مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۲۷مه نېټه.
لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ستراتیژیک پلان د دغه پوهنځي استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د ستراتيژيک کمېټې د مسؤل پوهنيار شبیرالله حيات لخوا تشریح شو.
ورته مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل ابراهیم نوري د ستراتیژيک پلان په ارزښت، د استادانو او کارکوونکو د رول په اړه خبرې وکړې او د پوهنځي ټوله کاري ډله یې وهڅول، چې د ګډ کار او همغږۍ په صورت کې کولای شي تایید شوی ستراتيژیک، چې د ۱۴۰۴ څخه تر ۱۴۰۸ کال پورې د پلي کېدو وړ دی په ښه ډول تطبیق کړو؛ ترڅو د ښوونې او روزنې په برخه کې نوي ګامونه واخلو او د پوهنځي پرمختګ ته وده ورکړو.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS