لوګر پوهنتون کې د ( اسلام او غرب او د روان وضعیت ننګونې او وړاندیزونه) تر سرلیک لاندې روزنیز فکري سمینار وړاندې شو!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۵۱
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمري ۲۷مه او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۲۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د دغه پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او د څلورګونو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو زده کړیالانو ته د ( اسلام او غرب او د روان وضعیت ننګونې او واندیزونه) تر سرلیک لاندې روزنیز فکري سمینارد پوهنتون په لوی تالار کې وړاندې شو.
دغه روزنیز فکري سمینار، چې لوګر پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت لخوا ترتیب شوی و د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معینیت سلاکار حافظ مولوي احمدالله احمدزي لخوا وړاندې شو. نوموړي په یاد سمینار کې د اسلام پر تاريخچې، ارزښتونو او همدا راز د غربي فکرونو او موخو پر وړاندې د ځوانانو پر مسؤلیتونو ارزښتمن معلومات او درسونه راغونډ کړي وو، چې د کډونوالو د خورا ښې پاملرنې وړ وګرځېدل.
یاده دې وي، چې د سمینار په وروستو کې کې د ګډونوالو له ډلې د یو شمېر استادانو او اداري کارکوونکو اړوندې پوښتنې هم  د ښاغلي حافظ مولوي احمدالله احمدزي لخوا ځواب شوې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS