لوګر د لوړو زده کړو موسسې لخوا د لوګر د مرکز او ټولو ولسوالیو د ښوونځیو آمرینو او مدیرانو ته د کانکور ازموینې اړوند ښوونیز سمینار وړاندې شو!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۵
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي ۳۱مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۲۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې لخوا د لوړو زده کړو وزارت په رسمي هدایت د لوګر ولایت پوهنې ریاست کې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو آمرینو او مدیرانو ته د کانکور ازموینې په اړوند د عامه پوهاوي ښوونیز سمینار وړاندې شو .
 د دغه سمینار پیل لوګر د لوړو زده کړو موسسې د رهبري او همدا راز د لوګر د پوهنې ریاست د مسؤلینو په شتون سره وشو. لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي سیدضیاءالاحمد صارم په خپلو خبرو کې دا ډول سمینارونه د ښوونځیو د مسؤلینو او د دولسمو ټولګیو د فارغو زده کوونکو لپاره خورا اړین او ارزښتمن یاد کړل او زیاته یې کړه، چې په هیواد کې ټولې تحصیلي او د پوهنې په برخو کې ښوونیزې ادارې د خپل اساسي مسؤلیت له مخې جلاوالی نه لري او باید تل له یو بل سره په پوره همغږي د ځوان نسل د ښې او مسلکي روزنې لپاره کار وکړي. ورپسې د دغسې موسسې لخوا د جوړې شوې ځانګړې کمېټې استادانو د کانکور پر تخنیکي او نورو لازمو اړخونو ترتیب شوی سمینار په درېیو برخو کې وړاندې کړ. 
که څه هم په یاد سمینار کې ګډونوال یوازې د ښوونځیو مسؤلین وو؛ خو موخه یې په راتلونکي کې د همدې مسؤلینو پرمټ د اړوندو ښوونځیو او لېسو د دولسمو ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې په اړوند عامه پوهاوی و، تر څو راتلونکی نسل د خپلو لویو اسلامي او ملي هیلو د پوره کېدو لپاره لنډې او هوسا لارې ومومي.
دعامه پوهاوي دغه معلوماتي او ښوونیز سمینار په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسې لخوا په لوګر کې د سږ کال کانکور ازموینې ګډونوالو لپاره له کانکور ازموینې سره د بلدتیا په موخه راتلونکې شنبه ورځ د روان کال د جوزا میاشتې په (۴) مه نېټه په وړیا ډول ازمایښتي کانکور ازموینه هم په کره او رڼه توګه اخستل کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS