لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د کيفيت لوړاوي او اعتبار ورکونې آمريت لخوا د څلورګونو پوهنځیو ارزونه پيل شوه!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۳۳
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال کب/حوت ۲۲مه او د ۱۴۴۶ رمضان المبارک ۱۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د کيفيت لوړاوي او اعتبار ورکونې آمريت لخوا د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو داخلي ارزونه د تضمين کيفيت دوهم پړاو ته د چمتووالي په موخه پيل شوه.
دغه ارزونه د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفيق الله شفقت او کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې آمر پوهنیار عبدالعزیز عابد لخوا له منظم مهالوېش او چک لېست سره سمه ترسره کيږي.
ياده دې وي، چې په دغه ارزونه کې د هر پوهنځي ټولې اداري او کاډميکې چارې او کړنې په کره ډول ارزول کيږي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS