لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پسرلي موسم په رارسېدو سره ۳۰۰۰ درې زره نیالګي کښېنول کیږي!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۲۷
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال کب/حوت ۲۱ او د ۱۴۴۶ رمضان المبارک ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د  راتلونکي ۱۴۰۴ ل کال پسرلي په رارسېدو سره د دغې موسسې د لا زرغونتیا، زده کړیالانو لپاره د سالمې تفریح ځای او  چاپېریال ساتنې په موخه ۳۰۰۰ درې زره بې¬مېوې نیالګي کښېنول کیږي.
دغه نیالګي چې ( د افغانستان لپاره د راتلونکو نسلونو/FGA) موسسې لخوا لوګر د لوړو زده کړو موسسي سره مرسته شوي د کښېنولو لړۍ یې تېره یکشنبه د لوګر ولایت د مرستیال والي، لوګر لوړو زده کړو موسسې رهبري، د لوګر ولایت د چاپېریال ساتنې، کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ او پل¬علم ښاروالۍ د مسؤلینو سربېره د ولایتي ادارو یوشمېر رییسانو، د FGA موسسې مسؤلینو، لوګر د لوړو زده کړو موسسې د استادانو او یوشمېر زده کړیالانو لخوا پیل شوه.
ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د FGA موسسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ دغه نیالګي د دغې موسسې په زرغونتیا، آبادي او له اقلیمي اړخه سالم چاپېریال رامنځته کېدو کې خورا ارزښتمن یاد کړل او د دې تر څنګ یې په راتلونکي کې د FGA موسسې او همدا راز د اړوندو ادارو له مسؤلینو د کښېنول شویو نیالګیو د اوبو رسونې او مسلکي پالنې په برخه کې د لازمو او تل پاتې همکاریو هیله وښوده.
باید وویل شی، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د اسلامي او ملي دود له مخې هر کال د دغې موسسې د زرغونولو، آبادي او چاپېریال سانتې په موخه زرګونو نیالګي کښېنول کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۵۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۹مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي لوی جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې او نږدې ۷۰ سلنه یې ترسره شوې دي.
دغه لوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان وستايل شول!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۳مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د انسجام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې په لوګر ولایت کې د ځمګې لاندې او سطحي اوبو په اړوند علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې شو!

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې په لوګر ولایت کې د ځمګې لاندې او سطحي اوبو په اړوند علمي څېړنیز کنفرانس د دغې. . .

BACK TO NEWS