لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د (آموزش رهبری پیشرفته) تر سرليک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال دلو/سلواغه ۳۰مه او د ۱۴۴۶ شعبان المعظم ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې د رهبري، څانګو او مستقلو آمرينو لپاره د (آموزش رهبری پیشرفته) ترسرلیک لاندې څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ پیل شو.
دغه ورکشاپ له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږي پیل شوی، چې د دغې موسسې د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې د بامیان پوهنتون استاد (پوهندوی دکتور دولت شاه پویش) او غزني پوهنتون استاد (پوهندوی محمد مسعود نیکنام) لخوا وړاندې کيږي.