لوګر د لوړو زده کړو موسسې (۱۹) تنه زده کړیالان د شرعي دورې له روزنیزو عقیدوي او فکري درسونو څخه برخمن شول!

د یادې شرعي دورې د ځانګړو درسونو لړۍ، چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد او همدا راز د محصلانو د همغږۍ ریاستونو په ګډو همکاریو پيل شوې وه، ۱۵ ورځې یې دوام وکړ، چې لوګر د لوړو زده زده کړو موسسې سربېره وردګ د لوړو زده کړو موسسې، پکتیا، پکتیکا، غزني، غزني تخنیکي او شیخ زاید پوهنتونونو زیات شمېر زده کړیالانو په کې ګډون کړی وو. په یاده لړۍ کې د هیواد د نوموتو دیني علماوو او شیوخو لخوا ارزښتمن درسونه وړاندې شول، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسې (۱۹) تنه زده کړیالان، چې د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل احمد نثار او د محصلانو د همغږۍ مدیر احسان الله امیري یې ملتیا کوله په کې ګډونوال وو. ورته مهال د دغې موسسې هغه زده کړیالان چې له یادو درسونو څخه برخمن شوي وو، خوار زیات خوښ وو او په وینا یې، چې له یادو درسونو څخه یې د پام وړ او ارزښتمن دیني، عقیدوي او فکري روزنیز معلومات ترلاسه کړل.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.