لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې (د سیاسي مکتبونو پېژندنه؛ د اسلام مبارک دین او سیکولرېزم پېژندنه) تر سرليک لاندې روزنیز او معلوماتي سمینار وړاندې شو.

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۱۹
۱۱

چهارشنبه: د۱۴۰۳ کال قوس/ليندۍ ۱۴مه او د ۱۴۴۶ جمادی الثاني ۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې (د سیاسي مکتبونو پېژندنه؛ د اسلام مبارک دین او سیکولرېزم پېژندنه) تر سرليک لاندې روزنیز او معلوماتي سمینار د ځوان او نوموتي لیکوال استاد دادمحمد ناوک لخوا وړاندې شو.
د یاد سمینار ګډونوال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري، استادان، د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس، د دغې موسسې زده کړيالان او د لوګر ولايتي ادارو یو شمېر نظامي او ملکي مسؤلین وو.
په پيل کې د دغې موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم ښاغلی استاد دادمحمد ناوک د فکري روزنې په برخه کې ځوان او زړه سواند استاد او کادر یاد کړ او د ښاغلي استاد ناوک دا ډول خدمت يې پر ځوانانو لويه پېرزوينه یاده کړه. ورپسې ښاغلي استاد دادمحمد ناوک د اسلام او سیکولرېزم په اړوند ترتیب شوی سمينار وړاندې کړ. ښاغلي ناوک سیکولرېزم يوه فکري پدیده یاده کړه او په وینا يې چې یاده پدیده د اسلام له مبارک دین سره خورا زیات توپير او جلاوالی لري. نوموړي همدا راز په خپل سمینار کې وويل، چې د اسلام مبارک دین بشر ته هر اړخیز حقوق په بشپړ ډول ورکړي؛ خو په سیکولرېزم کې دا هر څه بل ډول دي. د استاد ناوک په خبره د انسان ذهني او روحي سکون د اسلام په مبارک دین کې دی او پر ځوانانو يې ټینګار وکړ، چې د پردیو او غربي فکرونو او دینونو تر اغېز لاندې رانشي.
د سمینار په پای کې د ښاغلي استاد ناوک لخوا د زده کړيالانو اړوندې پوښتنې هم ځواب شوې او سمینار د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېد.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ په موخه څلور کسیزه کمیټه جوړه شوه!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال دلو/سلواغه ۸مه او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۲۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ په موخه د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۲:۹
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جيولوجي او کانونو پوهنځي ۷تنه فارغو انجنیرانو خپلو څېړنیزو پروژو څخه دفاع وکړه!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال دلو/سلواغه ۱لومړۍ او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جيولوجي او کانونو پوهنځي د (تفحص او اکتشاف انجنیري جيولوجي) څانګې ۷ تنه فارغو انجنیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۲:۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادان د لس ورځني روزنیز ورکشاپ ګدونوال دي!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال دلو/سلواغه ۱لومړۍ او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادان د ورکشاپ آموزش مبتنی بر نتیجه و محصل محوری (OBE-SCL) تر سرلیک لاندې د لس ورځني. . .

BACK TO NEWS