لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کړیالانو د لوګر ولایت د برېښنا سب سټېشن/مرکز ته علمي سفر ترسره کړ!
یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۴مه او د ۱۴۴۶ جمادي الاول ۲۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کړیالانو د لوګر ولایت د برېښنا سب سټېشن/مرکز ته عملي زده کړو او تجربو ترسره کولو په موخه علمي سفر ترسره کړ!
د یاد علمي سفر لارښوونه د فزیک څانګې استاد پوهنیارمحمد شریف سلطاني او د یاد پوهنځي لابرانت محمد فهیم بهادر زوی کوله، چې زده کړیالانو په کې د (برېښنا او مقناطیسي طتبیقات) مضمون اړوند د یاد مرکز له بېلابېلو جنراتورونو، ترانسفرمر، مقاومتونو او نورو اړوندو او اړینو وسایلو او توکو لیدنه وکړه.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.