لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي زده کړیالانو د دغه ولایت محمدآغې ولسوالۍ ته علمي سفر ترسره کړ!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۶:۲۵
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۲۷مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۱۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي د څلورم ټولګیو زده کړیالانو د عملي زده کړو په برخه کې د دغه ولایت د محمدآغۍ ولسوالۍ د سیاه¬کوه سیمې ته علمي سفر ترسره کړ.
دغه علمي سفر تېره ورځ ترسره شو، چې د دغې موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي څلورتنو لارښودو استادانو یې ملتیا کوله. په یاد سفر کې زده کړیالانو د سیاه کوه سیمې اړوند د (کرومایټو قېمتي ډبرو) له کان څخه لیدنه وکړه. ورته مهال یادو زده کړیالانو ته د لارښودو استادانو او همدا راز د یاد کان د قراردادي شرکت د مسلکي انجنیرانو لخوا د کان او اړوندو مسلکي ماشینونو او وسایلو د پېژندنې په اړوند لازمې لارښوونې او معلومات وړاندې شول.
دغه علمي سفر په اسې حال کې ترسره کیږي، چې تر دې وړاندې هم د یاد پوهنځي د څلورم ټولګیو زده کړیالان د عملي او مسلکي زده کړو په موخه د کابل پولي¬تخنیک پوهنتون ته په ۱۵ ورځني علمي سفر تللي وو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS