لوګر د لوړو زده کړو موسسې اداري کارکوونکو ته (د ښو اخلاقو ګټې او د ناوړه اخلاقو بېلګې) په اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۵:۲
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۲۰مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټولو اداري کارکوونکو ته د دغې موسسې د اسلامي ثافت څانګې استاد پوهنیار مولوي شفیع الرحمن هاشمي لخوا (د ښو اخلاقو ګټې او د ناوړه اخلاقو بېلګې) په اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو.
یاد سمینار د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمریت له درسي مهالوېش سره سم ترتیب شوی و. په سمینار کې ښاغلي استاد هاشمي وړاندې کړل، چې ښه اخلاق د انسان ټولنیز ژوند ښایسته کوي او د انسان پر شخصیت جوړونه مثبت تاثیرات لري. همدا راز په یاد سمینار کې ټینګار وشو، چې هر مسلمان باید د ژوند په چارو کې له تکبر/لویي، حسد، خودخواهي او نورو بدبینیو څخه ځان وساتي او پر ځای یې تقوا، نېک اخلاق او سالمه رویه په ځان کې راولي.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS