لوکر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي نویو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۸:۲۱
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۱۸مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د نویو زده کړیالانو لپاره د ښه راغلاست او له پوهنتون سره د بلدتیا په موخه غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د دغې موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم، علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتورشفیق الله شفقت، د پوهنځي رییس پوهنیار ابراهیم نوري، استادانو او زده کړیالانو ګډون درلود.
زده کړیالانو ته د دغې موسسې رییس په خپلو خبرو کې د مبارکي تر څنګ دوی ښه درس ویلو ته وهڅول او له وخت څخه یې ښې ګټې اخستنې او د استادانو پر درناوي ورته لازمې سپارښتنې وکړي. ښاغلي صارم همدا راز زده کړیالانو ته په دغه موسسه کې د اړوندو مادي امکاناتو او آسانتیاو د برابرولو ډاډ ورکړ. ورته مهال دعلمي او محصلانو چارو مرستیال هم د علم او لوړو زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او د انسان شخصیت جوړونه یې پر علمیت تړلې وبلل. نوموړي همدا راز په زده کړیالانو غږ وکړ، چې له تحصیل او علم حاصلولو څخه موخه باید ګران د هیواد او بیا د ټول مسلمه امت خدمت کول وي. له دې سره سم د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس هم زده کړیالانو ته مبارکي وویله او دوی یې د پوهنتون ټولو اصولو ته یې د دوی پر پوره ژمنتیا ټینګار وکړ. د غونډې په لړ کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د درې تنو استادانو لخوا هم د کرېډېټ سیستم تشریح، پوهنتون پېژندنې او د نظم او ډسپلین لایحې په اړوند ترتیب شوي سلایډونه تشریح شول.
باید وویل شي، چې د یادې غونډې په پای د یاد پوهنځي څلور تنه هغه زده کړیالان، چې د روان کال پسرلني سمستر کې یې لوړې نمرې ګټلې وې د پوهنځي د رهبري لخوا وستایل شول.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۱:۲
Background image

د ستراتیژیک پلان د تدوين کمېټې ناسته ترسره شوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۱۷مه او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ستراتیژیک پلان د تدوين کمېټې مشورتي ناسته د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته وشوه!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۱۷مه او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري وشوه.
په پيل کې د دغې موسسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۲:۲۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې دوه تنه استادانو د علمي ترفېعاتو په موخه علمي-څېړنیز کنفرانسونه وړاندې کړل!

شنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي رییس او استاد پوهنیار سید حفیظ الله حیات او همدا راز د ښوونې او روزنې پوهنځي. . .

BACK TO NEWS