له پوهنتون هر فارغ زده کړیال باید د جماعت لمونځ ورکولو وړتیا او جرأت ولري!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۵:۶
تصویر

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال اسد/زمري ۱۴مه او د ۱۴۴۶ محرم الحرام ۲۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې زده کړیالانو ته د ۱۴۰۳ کال پسرلني سمستر د پای ازموینو پر مهال وینا وویل، چې له پوهنتون هر فارغ زده کړیال باید په اسلامي ټولنه کې د جماعت لمونځ ورکولو وړیتا او جرأت ولري.
ښاغلي صارم د وینا پر مهال زده کړیالان د ټولنې ځوانه هستي او د هیواد د خدمت ستره هیله یاد کړل. د نوموړي په خبره تر بل هر چا په ټولنه کې لوستي ځوانانو ته د هیواد د آبادۍ او ښه خدمت کولو تمه کېدای شي. نوموړي همدا راز د پوهنتون او مدرسې تر منځ د واټن لرې کېدو ته په اشارې وویل، چې له مدرسې فارغ ځوان باید د عصري علومو او په ځانګړي ډول اوسنۍ ټکنالوجي کې پوره مهارت ولري او د دې تر څنګ له پوهنتون څخه د هرې څانګې فارغ ځوان باید په اسلامي، ملي او فکري پوهه سمبال وي. د نوموړي په خبره کله، چې هم یو ځوان له پوهنتون څخه فارغیږي، نو باید د اړتیا پر وخت د مدرسې ط،،،البعلم ته ورته د جماعت لمونځ ورکولو پوره وړتیا ولري او د اسلام مبارک دین او عقیدې په برخه کې باید د پوره معلوماتو او پوهې درلودونکی وي.
باید وویل شي، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټولو زده کړیالانو ته د اسلامي عقیدې او فکري روزنې په برخه کې د اسلامي ثقافت د مضمونونو سربېره له منظم مهالوېش سره سم د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمریت لخوا د تکړه دیني عالمانو پر مټ روزنیز درسونه او سمینارونه وړاندې کیږي.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۱۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کړیالانو د لوګر ولایت ساینس مرکز ته علمي سفر ترسره کړ.

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم۳۰مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک څانکې د درېیم ټولګي زده کړیالانو د لوګر ولایت پوهنې ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي کمېټې مشورتي ناسته ترسره شوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۹مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي کمېټې مشورتي ناسته د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی په مشري ترسره شوه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې علمي شورا ناسته ترسره شوه!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۸مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې علمي شورا ناسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د دغې شورا. . .

BACK TO NEWS