د اګرانومی څانګه

د اګرانومی څانګې مخینه

لوګر د لوړو زده کړو مؤسسه د لوړو زده کړو محترم وزارت د (۵۷۵) ۱۳/۱۲/۱۳۹۲ هـ ش ګڼه پیشنهاد او د (۱۲۰۰) ۲۰/۱۲/۱۳۹۳ ګڼه حکم په اساس منظور او رامنځته شوه.

د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې په وړاندیز او د لوړو زده کړو محترم وزارت د عالي شورا (۳)۲۶/۱۲/۱۳۹۶ ګڼه پریکړې په اساس د کرنې پوهنځی له دوه څانګو، اګرانومۍ او کرنیز اقتصاد او توسعې سره منظور او په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د کانکور ازموینې له لارې محصیلین د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره ورته معرفي شول.

اوسمهال په اګرانومی څانګه کې (۷۳) تنه زده کړیالان لري، چې د شپږو  تنو رسمي استادانو لخوا یې د تدریس چارې پرمخ وړل کیږي.

.  

داګرانومې څانګې آمر پوهنیار اسرار الله تسل بیوګرافی

 پوهنیاراسرارالله تسل داصحاب الدین زوی په ۱۳۷۲ ه ش کال کی دننګرهار ولایت په چپرهارولسوالۍ کی زیږیدلی دی دلمړی ټولګی څخه تردولسم ټولګی پوری زده کړی یی دخپل کلی په لیسه کی چی دماڼو دعالی لیسی په نوم یادیږی ترسره کړی دی چی په ۱۳۹۰ ه ش کال کی د نوموړی لیسی څخه په اعلی درجه دعمومی اول نمره په صفت فارع شوی دی او وروسته په ۱۳۹۱ ه ش کال کی دکانکور دلاری دکونړ دسیدجمالدین افغان پوهنتون دکرنی پوهنځی اکرانومی څانګی ته په لوړو نمرو بریالی شو چی په ۱۳۹۵ ه ش کال کی د نوموړی پوهنتون څخه دعمومی اول نمره په صفت فارغ شو. چی د پوهنتون دفارعت څخه وروسته ډیری وظیفی ترسره کړی او همدارنګه د ۱۳۹۶ څخه تر۱۳۹۹ ه ش کال پوری د نوی چپرهارخصوصی ښوونځي درئیس اوډایریکټر په صفت دنده اجراکړی ده. وروسته په ۱۳۹۹ ه ش کال کی د ازاد رقابت دلاری دلوګرد لوړو زده کړی موسسی کادری بست ته داستاد په صفت په لوړو نمرو بریالی شو.  په ۱۴۴۵/۳/۱۹  نیټه د اګرانومې څانګی دامر په حیث مقرر شوو. چی اوس مهال هم په نومړی پوهنتون کی داستاد او امر په صفت خپله دنده مخ ته وړی.

د تشکیل د معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم