په اعمالو کې د نیت او اخلاص اهمیت
د ۱۴۰۱ کال، حوت ۲مه، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسه
لوګر لوړو زده کړو مؤسسه کې د دعوت او ارشاد امریت له لوري په مسلسله توګه ددې پوهنتون له استادانو او اداري کارمندانو سره د يو شمېر دیني مسائلو په اړه ناستې او سیمینارونه ترسره کیږي.
نن ورځ:سه شنیبی
د دعوت او ارشاد امریت له لوري ( په اعمالو کې د نیت او اخلاص اهمیت)تر سرلیک لاندې سیمینار د بېلا بېلو پوهنځیو د استادانو او اداري کارمندانو په شتون کې وړاندې شو، چې له کبله یې د ناستې ګډونوال وهڅول شول تر څو صفا نیت او اخلاص د ژوند کولو بنسټیز اصول وټاکي او تل په ټولنه او جامعه کې خپلې چارې د صفا نیت او اخلاص په نظر کې نیولو سره تر سره او نور خلک ورته وهڅوي.