لوګر پوهنتون عمومي کتابتون لپاره امنیتي کمرې ځای پر ځای او فعالې شوې!

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۲۵
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال میزان/ تلې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ ربیع الثانی ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون عمومي کتابتون لپاره د کتابونو د خوندیتو، د مطالعې د ځانکړي ځای او لوستونکو د ښې څارنې په موخه امنیتي کمرې ځای پر ځای او فعالې شوې.
د لوګر پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی وایي، چې یاد کمرې یې د پوهنتون له اړوندې بودیجې څخه د لومړي ځل لپاره اخستي، چې خواو شا (۳۰۰۰۰) دېرش زره افغانۍ لګښت پرې راغلی. د نوموړي په خبره، چې له یادو کمرو څخه یې موخه د عمومي کتابتون د کتابونو او په کتابتون کې د اړوند نظم څارل او اداره کول دي.
باید وویل شي، چې د لوکر پوهنتون په عمومي کتابتون کې دا مهال په زرګونو ټوکه بېلابېل اسلامي، ساینسي، ټولنیز او نور مسلکي کتابونه د محصلانو او لوستونکو لپاره ترتیب او ځای پر ځای شوي دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۷
Background image

لوګر پوهنتون کې د علمي آثارو د تدقيق ځانګړې کمېټه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت مقام د لارښوونې پر اساس د علمي آثارو د تدقیق ځانګړې کمېټه د دغه پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه تشريح او وړاندې کړل؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د اووم سمستر ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د پوهنتون د رهبري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د ازموينو عمومي کمېټې د پوهنځيو له فرعي کمېټو او ازموينو له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
 لوګر پوهنتون د ازموينو عمومي کمېټې د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په. . .

BACK TO NEWS