لوګر پوهنتون د غونډو عمومي تالار د (مولانا یعقوب څرخي رحمه الله تالار) په نوم ونومول شو؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۱
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۵مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د غونډو عمومي تالار د دغه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت پر نوښت او د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې پر اساس د (مولانا یعقوب څرخي رحمه الله تالار) په نوم ونومول شو.
مولانا یعقوب څرخي رحمه الله، چې د ژوند پيلامه يې د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ پورې تړلې د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د معلوماتو پر اساس د نوموړي رحمه الله د ژوند نېټه تېر نهم قرن ته منسوبيږي.
مولانا یعقوب څرخي رحمه الله، چې د اسلامي نړۍ پر سطحه مشهور ديني عالم، متصوف او مفسر تېر شوی د اسلام د خدمت په موخه يې په تفسير او نورو برخو کې چاپ او ناچاپ آثار پرېښي دي.
د نوموړي رحمه الله شخصيت او تېر ته په کتو د دغه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت هم لازمه وبلل؛ تر څو د دغه پوهنتون د غونډو د عمومي تالار لپاره داسې نوم غوره کړي، چې په ليدو او اورېدو يې مقابل لوری له ځان سره اصلاحي، فکري او عقيدوي درس او انګېزه خپله کړي.
بايد وويل شي، چې د لوګر پوهنتون د مولانا یعقوب څرخي رحمه الله تالار د سلګونو کسانو د ناستې لپاره په معياري ډول جوړ شوی، چې پوهنتون اړوندو علمي، اصلاحي او روزنيزو غونډو، مجلسونو او ناستو په موخه ورڅخه ګټه اخستل کيږي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS