لوګر د لوړو زده کړو موسسې څلورګونو پوهنځیو کې د ځنګلونو او چاپېريال ساتنې نړۍواله ورځ ولمانځل شوه!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۴۴
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال حمل/وری ۵مه او د ۱۴۴۶رمضان المبارک ۲۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې څلورګونو پوهنځیو کې د ځنګلونو او چاپېريال ساتنې نړۍواله ورځ د دغو پوهنځيو د رهبري، استادانو او زده کړيالانو لخوا ولمانځل شوه.
پدې دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د هر پوهنځي زده کړيالانو ته د استادانو لخوا د ځنګلونو او چاپېريال ساتنې پر ارزښت د خبرو سربېره يو لړ ګټور معلومات وړاندې شول.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ځنګلونو او چاپېريال ساتنې نړۍواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي، چې سږ کال د دغې موسسې په انګړ کې د چاپېريال ساتنې په موخه ۳۰۰۰ درې زره نيالګي هم کښېنول شول.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۵۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۹مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي لوی جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې او نږدې ۷۰ سلنه یې ترسره شوې دي.
دغه لوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان وستايل شول!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۳مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د انسجام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې په لوګر ولایت کې د ځمګې لاندې او سطحي اوبو په اړوند علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې شو!

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې په لوګر ولایت کې د ځمګې لاندې او سطحي اوبو په اړوند علمي څېړنیز کنفرانس د دغې. . .

BACK TO NEWS