لوګر د لوړو زده کړو موسسې نویو ګمارل شویو استادانو ته د وړتیا لوړونې په برخه کې دوه بېلابېل سمینارونه وړاندې شول!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۱۱
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴کال سرطان/چنګاښ ۲۴مه او د ۱۴۴۷محرم الحرام ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې نویو ګمارل شویو استادانو ته د دغې موسسې د کرنې پوهنځي رییس پوهنیار فواد ناصري لخوا د وړتیا لوړونې په برخه کې دوه بېلابېل روزنیز سمینارونه وړاندې شول.
د دغو سمینارونو په پیل کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم  وویل، چې په تحصیلي مرکزونو کې د استادانو لخوا علمي څېړنې اساسي ځای خپلوي او د پوهنتون د استادانو لپاره علمي څېړنې د تدریس سره سره ستر مسؤلیت او مکلفیت دی. ښاغلي صارم همدا راز د علمي څېړنو ارزښت ته په کتو زیاته کړه، چې علمي څېړنې زمونږ د مبارک دین او ټولنې اساسي غوښتنه او اړتیا ده، چې باید وړ کسان یې په پوره اخلاص سره پوره کړي او پر استادانو یې ټینګار وکړ، چې له داسې ګټورو سمینارونو پوره او سالمه ګټه پورته کړي.
ورپسې د کرنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار فواد ناصري د ( آشنایی با چگونگی جمع آوری داده¬های تحقیق) او همدا راز د ( آشنایی با چگونگی تهیه پرسشنامه الکترونیکی توسط گوگل فارم) تر سرلیکونو لاندې ارزښتمن سمینارونه وړاندې شول.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۲۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د اداري شورا ناسته ترسره شوه!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمري ۶مه او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د اداري شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د دغې موسسې د مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الربي مصطفی په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۲۲
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو د ( مایکروسافټ ورډ پر بنسټ د کتاب صفحه بندي و د سرپاڼو تنظیم) تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمری ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د دغې موسسې د څېړنو او علمي مجلې آمریت لخوا د ( مایکروسافټ ورډ پر بنسټ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۱۸
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته ( د استاد مسؤلیتونه د محصلانو په وړاندې) تر سرلیک لاندې اصلاحي روزنیز سمینار وړاندې شو!

سه شنبه: د ۱۴۰۴کال سرطان/ چنګاښ ۳۱مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۲۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د هیواد د ستر دیني عالم شیـ؛؛؛خ مولوي عبدالرحمن آخنـ؛؛؛ذاده لخوا ( د استاد. . .

BACK TO NEWS